د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ډاکټر سید عباس عراقچي ټیلیفوني خبرې وشوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله خپلې خواخوږۍ څرګندې کړې او د اړتيا وړ بشري مرستو ډاډ یې ورکړ.مولوي امیر خان متقي د ايران له بشري مرستې او همدردۍ مننه وکړه او د پېښې په تړاو يې له سیمې څخه وروستي معلومات ورسره شریک کړل.