خبرتيا

د درنو مراجعينو او هېوادوالو د اسانتیا لپاره، د بهرنیو چارو وزارت په تیر کې د مصدقه سندونو د تصدیق په برخه کې پراخې اسانتیاوې رامنځته کړې، چې بیلګې یې په لاندې ډول دي

۱. عادي خدمتونه:د کابل ښار د ټولو (۳۰) پوسټ خونو له لارې د سندونو د عادي تصدیق خدمتونه وړاندې کول

۲. عاجل خدمتونه:په کابل کې د پنځو پوسټ خونو (مرکزي، دشت برچي، خیرخانه، دهبوري او بریکوټ) له لارې د سندونو د عاجل تصدیق خدمتونه وړاندې کو

۳. ولایتي خدمتونه:د افغان پوسټ د ټولو ولایتي څانګو له لارې د سندونو عادي او عاجل تصدیق خدمتونه وړاندې کول.

په همدې لړ کې دا ځل د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري تر څو د زونونو په کچه بین ‌الولایتي (د یو ولایت څخه بل ولایت ته د تصدیق په موخه د سندونو لیږد) خدمتونه پيل کړي.

له همدې امله په ولایتونو کې محترم هېوادوال کولای شي چې سر له (۱۴۰۴/۹/۱ هـ ش) نېټې څخه خپل سندونه د تصدیق په موخه د افغان پوسټ ولایتي څانګو له لارې نه یوازې مرکز کابل ته، بلکې د بهرنیو چارو وزارت اړوندو شپږو ولایتي څانګو (کندهار، هرات، بلخ، کندز، ننګرهار او پکتیا) ته هم ولېږي، پرته له دې چې یادو ولایتونو ته سفر وکړي.یادونه:د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ نژدې پوسټ خونې ته مراجعه وکړئ او یا هم د ۱۹۹ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.