د بهرنيو چارو له وزير سره د ايران د بهرنيو چارو وزارت اسيايي ريس وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره نن د ايران د بهرنيو چارو وزارت اسيايي رئيس او د بهرنيو چارو وزير استازي ښاغلي محمد رضا بهرامي وکتل.ښاغلي بهرامي په پيل کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير ته د ايراني سيال له خوا تهران ته د سفر بلنه ورسوله.

همداراز ښاغلي بهرامي په تهران کې د ځانگړو استازو په کچه د وروستۍ ناستې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ټينگار يې وکړ چې هېواد ته يې افغانستان سره اړيکې پاموړ ارزښت لري او هيله لري چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه غړي په توگه د سيمه‌ييزو همکاريو په برخه کې رول ولري.

مولوي امير خان متقي د افغانستان او ايران اړيکې مثبتې وگڼلې او د تهران د ناستې په تړاو يې د افغانستان اسلامي امارت دريځ بيان کړ.د هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل، افغانستان اوس له مشکل حالت څخه راوتلی او د پرمختګ په لور چټک قدمونه اخلي اوس باید افغانستان ته د يوې «مسئلې» په توگه ونه کتل شي او د افغانستان بهرني سياست د اساسي اصولو په رڼا کې د سيمې له هېوادونو سره د فعالو او پر همکارۍ ولاړو اړيکو ملاتړ کوي.دواړو لوريو دوې اړخيزې اړيکې مخ پر وده وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په گڼو کچو کې د تماسونو پر دوام او د پلاوو تبادله مهم وبلل.