په دې ناسته کې د راستیندونکو افغان مهاجرینو او د طبیعي آفاتو له متأثرینو سره د بیړنیو مرستو، ددوی د اساسي اړتیاوو، او د صحت په برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه وشول.
د بهرنیو چارو محترم وزیر یادونه وکړه چې د اسلامي امارت لخوا د راستنیدونکو مهاجرینو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او د دې پروسې لپاره یې ټول امکانات په کار اچولي دي. د بهرنیو چارو وزیر همداراز د طبیعي آفاتو له متأثرینو او راستیندونکو مهاجرینو سره د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون د مرستو له امله مننه وکړه او په وخت د مرستو رسولو لپاره د ا.ا.ا د اړوندو ادارو د خدماتو ستاینه وکړه.
ښاغلي متيو په تیر کال کې په افغانستان کې د فدراسیون د مرستو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې که څه هم په بشري برخو کې نړیوالې مرستې کمې شوي، خو نوموړی غواړي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بشري مرستو اړوند اړین معلومات راټول او د مرستو د تشې کمولو لپاره له اړونده لورو سره خپلې هڅې جاري وساتي.
ښاغلي متیو د ا.ا.ا اړوندو ادارو سره، په ځانګړي ډول افغاني سرې میاشتې ټولنې سره، خپلې همکارۍ اغېزمنې وبللې او د لا زیاتو پرمختګونو هیله یې څرګنده کړه.