د بهرنيو چارو وزير د ملگرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې سره وکتل

نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې آغلې روزمېري ډي‌کارلو او ورسره مل پلاوي وکتل.
دغه کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه وکړل.
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په سیاسي وضعیت، امنیت، د اقتصادي ثبات په هڅو او راستانه شویو ګډوالو د‌ ښه مدیریت او هغوی سره د لازمو همکاریو په تړاو د اسلامي امارت د مثبتو ګامونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې نه یواځې د خصوصي سکتور د حمایې لپاره بلکې د بشري مرستو رسولو لپاره هم لازمه ده چې د افغانستان په بانکونو بانکي محدودیتونه لېرې او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي، څو خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په عادي ډول فعالیت وکړای شي.

همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي اقداماتو یادونه وکړه او په ورته وخت کې اندیښنه وښوده چې که په سیمه کي له افغانستان نه بهر د مخدره موادو د کښت مخه ونه نیول شي، نو نه يواځې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ به هم د تېر په څېر یو ځل بیا ترې زیانمن شي.
آغلې روزمېري ډي‌کارلو په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو ستاينه وکړه، په ځانگړي ډول یې د راستنیدونکو ملیونونو مهاجرینو ښه مدیریت او بشري مرستو کې شفافیت وستایل او د مخدره موادو سره د مبارزې، د معتادینو درملنه او په نورو برخو کې د اسلامي امارت مثبت اقدامات د پام وړ وبلل.

نوموړې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (د مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د حمایې) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه وکړه او یادې ناستې یې د ټولو په ګټه وبللې. آغلې روزمیري همداراز هیله څرګنده کړه چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم ګډ کار ته زمینه برابره شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له هیواده بهر د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو د بند پاتې بشري مرستو رسولو کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه او دا مرستې یې افغان ولس ته اړينې وبللې.
په پای کې دواړو لوریو د داډول ناستو دزیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه.