نن په کابل کې د ترکیې جمهوریت د ډيپلوماتيک ماموريت نوي مشر ښاغلي سادین آي يلديز د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه وکړه.په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوو اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د ترکيې جمهوريت د افغانستان نږدې دوست وگاڼه او دوې اړخيزې اړيکې مخ پر وده وارزول شوې.همداراز د هېواد د بهرنيو چارو وزير د ترکيې جمهوريت د ډيپلوماتيک ماموريت نوي مشر ته د بريا هيله وشوه.ښاغلي سادین آی يلداز هم پر خپل وار د دواړو هېوادونو اړيکې مثبتې وارزولې او په اقتصادي او روغتيايي برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينگار وکړ.