د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د ازبیکستان د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت رئیس او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار ښاغلي جولان وهابوف په مشرۍ راغلي پلاوي وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او سیمهییزو مسائلو بحث وشو. د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړه، چې ازبیکستان د افغانستان په اړه مثبته او پر ښه نیت ولاړه پالیسي لري او موږ هیلهمن یو چې د همدې پالیسۍ په رڼا کې دوهاړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي. مولوي امیرخان متقي د دغو اړیکو او دوهاړخیز تفاهم د زیاتوالي او ځمکنیو حقایقو د درک په پیاوړتیا کې د څېړنیزو مرکزونو پر رول ټینګار وکړ.
د پلاوي مشر ښاغلي وهابوف د ا.ا.ا مشرتابه ته د ازبکستان د ولسمشر نېکې هیلې ورسولې او په افغانستان کې یې د شته ثبات او پرمختګونو ستاینه وکړه. ښاغلي وهابوف وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت لیدلوري د پالیسۍ له کبله ده چې د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه د تېر په پرتله پاموړ زیاته شوې او موږ هیلهمن یو چې سږ کال به دا کچه لا ډېره زیاته شي.
په دې کتنه کې د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شول چې په مرسته به یې شته همکارۍ لا ډېرې پراخې شي.