د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، د سعودي عربستان پاچاهۍ د بهرنيو چارو وزير، شهزاده فيصل بن فرحان، سره د ټيليفوني تماس له لارې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، سيمهييزو مسايلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت تفصيلي خبرې وکړې.
د خبرو په پيل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د سعودي عربستان د رغنده ديپلوماتيکو هڅو او د سيمهييز ثبات په برخه کې د فعال رول قدرداني وکړه، او ټينګار يې وکړ چې افغانستان، له څو لسيزو جګړو او بېثباتۍ وروسته، له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ مثبتې اړيکې غواړي.
نوموړي روښانه کړه چې افغانستان د هېچا پر ضد منفي نيت نه لري او خپل امنيتي تدابير يوازې د خپل امنيت د خوندي کولو په چوکاټ کې تنظيموي چې وروستي امنيتي اقدامات دفاعي، متقابل او د وضعيت د مهارولو په موخه ترسره شوي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير په سيمه کې د تاوتريخوالي د کموالي، د زغم د فضا د پياوړتيا او د موضوعاتو د ډيپلوماتيک حل پر ارزښت ټينګار وکړ، او هيله يې څرګنده کړه چې ټول لوري د متقابل درناوي، د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د اصولو مراعات ته ژمن پاتې شي.محترم شهزاده فيصل بن فرحان د اختلافاتو د حل لپاره د ډيالوګ او سياسي لارو چارو په اړه د افغانستان د څرګند دريځ هرکلی وکړ او ډاډ يې ورکړ چې سعودي عربستان به د اواري او ټيکاو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.په پای کې دواړو لورو د تماسونو پر دوام، همغږۍ او د ډيپلوماتيکو لارو د فعال ساتلو پر اهميت ټينګار وکړ.