د بهرنيو چارو وزير سره د ترکیې سفير وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت د سفارت سرپرست، ښاغلي سادین آیلدز، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي سره وليدل.
په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د ترسره شویو مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې وبللې او په دې برخه کې د ترکيې ورور هېواد د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې ارزښتناکې وبللې.

مولوي امير خان متقي پاکستاني لوري سره د وروستيو مذاکراتو په اړه وويل، تر دې دمه مثبتي خبرې شوې دي او هیله یې څرګنده کړه چې جزئي تخنيکي مسايل د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.
د ترکيې جمهوريت سفير څرگنده کړه چې هېواد ته يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې ځانگړی اهميت لري او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.