د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي ښاغلي یو شیاوینګ سره په کابل کې وکتل. په دې کتنه کې د دوهاړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، سیمهییز امنیت، او د ارومچي د خبرو د بهیر د پرمختګ په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.
د چین ځانګړي استازي د ارومچي د خبرو د بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار وکړ او دا یې د سیمهییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ وباله. نوموړي څرګنده کړه چې د دې بهیر راتلونکی پړاو باید له روښانه تمرکز سره عملي پایلو ته زمینه برابره کړي، او په همدې موخه یې د جدي تعامل، اعتماد جوړونې، او تفاهم پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د سیمې ثبات، توازن، اقتصادي همکاري، او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي محورونه جوړوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د خبرو د بهیر بریالیتوب د واقعي اقداماتو، د باور د فضا د پیاوړتیا، او د کړکېچ د کچې د ټیټ ساتلو پورې تړلی دی او اسلامي امارت په همدې برخو کي د پام وړ ګامونه اخستي دي، همداراز، ټینګار وشو چې راتلونکی پړاو باید د روښانه، عملي او پایلهمحورې اجنډا پر بنسټ پرمخ ولاړ شي، څو د سیمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره ثبات او همکاري لا پیاوړې شي.