د بهرنیو چارو له وزیر سره د “یوناما” سرپرستې مشرې وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د سرپرستې او سیاسي څانګې مشرې آغلې جورجټ ګانیون سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا راتلونکې ناستې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو سازمان او نورو سازمانونو کې د افغانستان د استازيو حضور د دواړو لوريو ترمنځ د تعامل لا پياوړتيا او پراختيا سره مرستندوی وباله او زياته يې کړه چې د افغانستان استازولي د افغان حکومت مسؤوليت او د افغان ولس حق دی.

آغلې جورجټ ګانیون هم پر خپل وار له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د لازیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې په همکارۍ ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو په بشري برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د متقابل تعامل پر لا پیاوړتیا د ګډو کاري کمیټو پر همغږۍ ټينګار وکړ.