د بهرنيو چارو وزیر سره د ملګرو ملتونو مرستیالې ټیلیفوني خبرې وکړې

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي، په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي، آغلې روزمیري ډیکارلو، سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د خبرو اترو په ترڅ کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه بحث وشو. په دې برخه کې د سرمنشي مرستیاله د اسلامي امارت له لوري د بشري فعالیتونو لپاره د برابر شویو اسانتیاوو او همکاریو قدرداني وکړه او هغه یې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمه وبلله.

همداراز آغلې ډیکارلو د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو په اړه توضیحات وړاندې کړل. په پای کې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او لا زیاتې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.