بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار او د نورستان په استقامت له ډیورنډ کرښې د مخربو وسله والو عناصرو د راوښتلو په تړاو یې قاطع اعتراض لیک ورته وروسپاره.

د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الثاني ۱۳مه د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د شر و فساد عناصرو او داعش فتنه ګرو کوښښ وکړ چې له ډېورنډ کرښې، د پاکستاني پوځي رژیم په مستقیمه مرسته او لارښوونه، راواوړي او په یاده سیمه کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، خو، لله الحمد، د افغانستان اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یې د الله تعالی په نصرت مخه ونیوله او د خپلو پلانونو عملي کولوته پرې نه ښودل.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځي رژیم له لوري تر خپل تسلط لاندې سیمو کې مخربو عناصرو ته د جلب وجذب، انسجام، روزنې او تجهیز د مراکزو زمینه برابرول او بیا د پاکستاني پوځ په مستقیمه رهنمايي د ډیورنډ کرښې دې غاړي ته د هغوی رهنمايي او سوق کول په کلکو ټکو غندي.

د پاکستان پوځي رژیم دا اقدامات د افغانستان د حاکمیت او حریم ښکاره نقض او د اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي. د افغانستان اسلامي امارت خبرداری ورکوي چې د ورته بې مسئولیته او غیر سنجیده کړنو دوام او د ناوړه عواقبو مسئولیت به یې په بشپړه توګه د پاکستان د پوځي رژیم پر غاړه وي.

Click here to continue