چې د کتنې موخه د بشري مرستو زیاتوالی، شفافیت، د اسلامي بانکدارۍ وده، د روابطو ټینګښت او پراختيا وه.ښاغلي داتو حاجي احمد اعظم عبدالرحمن یادونه وکړه چې په ۲۳ فبروري به د ماليزيايي ولس د مرستو یوه الوتکه کابل ته راورسيږي او د خپلو مرستو او اقتصادي همکاریو د انسجام لپاره په کابل کې دفتر خلاصوي.محترم متقي صاحب د مالیزیايی ولس له مرستو مننه او هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مالیزیا هیواد دي د هوايي دهلیز له لاري د افغانستان مهمو طبي بوټو او وچې مېوې ته د مارکېټ په پيدا کولو کې د اقتصادي پرمختګ په هدف همکارۍ وکړي.