‏نن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د یوناما مشرې اغلې ډیبورالانیز وکتل.

په ناسته کې په بشري مرستو او حقونو، انکشافي پروژو، بانکي سکتور، اقتصادي ودې او ګڼو موضوعاتو بحثونه وشول.‏آغلې لاینز یادونه وکړه چې د امنیت شورا په تېره غونډه کې یې د افغانستان په اړه مثبت راپور درلود چې دا د نوي حکومت د پرمختګ او لاسته راوړنو ښکارندويي کوي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ د یوناما د ماموریت یو کلن تمدید څخه تمه داده چې د افغانستان لپاره مثبت نتایج ولري د بشري مرستو
‏ور ها خوا په سیاسي برخو کې هم اغېزمن ګامونه واخلي چې د نوي حکومت په رسیمت پېژندلو، په شخصیتونو او اقتصادي برخو کي د بندیزونو په لیري کولو سره به د افغانانو اساسي حقوق خوندي کړل شي.

متقي صاحب وویل؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نشتون په کور دننه او بهر د افغانانو ‏د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې ده او تر پښو لاندي شوي دي.

په لیدنه کي توافق وشو چي د دې موضوعاتو د حل لپاره به خپل تماسونه او غونډی جاري ساتو.