په دغه ناسته کې اغلې لاینز د خپلو سفرونو په اړه معلومات شریک کړل او د ګڼو پرمختګونو او موضوعاتو د څېړلو یادونې یې وکړې. اغلې لاینز وویل چې هیڅوک په افغانستان کې د جنګ او جنګي ډلو ملاتړې ندي او نه یې هم د افغانستان په ګټه بولي او زیاته یې کړه چي په افغانستان کي شته واقعیتونه او پرمختګونه باید نړیوالو ته ورسیږي. محترم متقي صاحب له اغلې لاینز څخه د هغه څه له امله مننه وکړه چې په ناسته کې یې ورسره شریک کړل، او په افغانستان کي یې د وروستیو رامنځته شویو مسائلو په اړه معلومات ورکړل چې پکې د حجاب او مخدره توکو د فرمانونو او تصفیوي عملیاتو اړوند وضاحتونه هم شامل وو. متقي صاحب ورته یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو او نړۍ ته د افغانستان په اړه حقایق لکه امنیت، د فساد او اختلاص مخنیوی، د داعش او مخدره توکو لمنځه وړل په جدي او واقعي ډول سره ورسوي. اغلې لاینز غوښتنه وکړه چې د افغانستان د هر اړخیز پرمتخګ لپاره به ګډې هڅې کوو او د یوه مېکانیزم له لارې به راتلونکې مسائل مخته وړو. په پای کې ناسته او سره تبادله شوي معلومات او نظریات د راتلونکې په اړه مثبت او مثمر وبلل شول او په چارو کې د همکارۍ او همږغۍ هوکړې وشوې.