په دې کتنه کې د افغانستان په فعلي وضعیت، بشري، صحي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختکونو په اړه خبرې وشوې. د ناروې سفیر په خپلو خبرو کې وویل: په افغانستان کي ښه امنیت د ټولي نړۍ په ګټه دی. ښاغلي اولي لینډمن زیاته کړه، د ناروې او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې به د ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي. محترم متقي صاحب په افغانستان کې د ښه امنیت سره په تړاو وویل چې اوس ښه زمېنه برابره شوې تر څو ټوله نړۍ د افغانستان هر اړخیز لاسنیوی او ملاتړ وکړي. د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ زه په ټولو ږغ کوم چې د افغانستان وضعیت له نژدې وویني تر څو د مغرضو رسنیو او مخالیفینو له لوري په نشرشویو افواهاتو قضاوت ونه کړي او حقیقت په خپله معلوم کړي. د ناستې په پای کې دا ومنل شوه چې افغانستان او ناروې هیوادونه به یو له بل سره خپلې اړیکې نژدې پالي او د همکارۍ لمخې به ستونزو ته د حل لار پیدا کوي.