د بهرنيو چارو وزير او د يوناما مرستيال راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان په اړه د يوناما د مشرتابه د وينا، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمُنشي د نوې ټاکل شوې استازې د راتګ او نورو موضوع ګانو په اړه تفصيلي خبرې وکړې. محترم متقي صاحب د ملګرو ملتونو په ګډون د ټولو دپلوماتيکو ماموريتونو سره د لازیاتي همکاري د هغوئ د ودانيو او کارکوونکو د امنيت د ټينګښت په موخه د پياوړو امنيتي تدابيرو نيولو او د اړوندو کارکوونکو په تګ راتګ کې د نورو اسانتياوو رامينځ ته کولو ډاډ ور کړ. د بهرنيو چارو وزير وويل چې د ا.ا.ا له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسې پر مخ وړي او په دې برخه کي یوناما هم ښه رول لوبولای شي.