د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ښاغلي ریچارد بنیټ او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره وکتل.

په دې ناسته کې متقي صاحب په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې د پرمختګونو په اړه وویل چي جنګسالاران، اختطافګر او غاصبین نور د چا حقونه نشي خوړلای. امیرالمؤمنین صاحب په اسلامي امارت مسئولینو ته په خپلو فرامینو او مجالسو کي د ولس سره په ښه چلند او حقوقو په ورکړي تینګار کوي. د بهرنيو چارو وزير وویل پر یو بل د انتقادونو پر ځای باید همکاري سره وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پر مختګونه چي رامنځته شوي هغو ته وده ورکړو. ښاغلي بنیټ د محترم متقي صاحب له معلوماتو او وضاحت نه په مننې سره تینګار وکړ چې د حقایقو د سم بیان او راپور ورکولو لپاره لازمه ده چې هر څه په خپلو سترګو وویني او په همدې وجه تصمیم ونیول شو چې افغانستان ته سفر وکړي. نوموړي د اسلامي امارت د چارواکو لخوا د برابر شوو تسهیلاتو نه مننه او د هر ډول متقابلې همکاری ژمنه وکړه. په پای کې د بهرنیو چارو محترم وزیر د بشري حقونو د وضعیت د لا ښه کیدو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت ټولو ادارو لخوا د هلوځلو او ژمنیتا په هکله ښاغلي بنیټ ته ډاډ ورکړ.