په دې کتنه کې متقي صاحب د جاپان له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ له افغانستان سره د زیربنایي پروژو په برخه کې د دغه هېواد د همکاریو غوښتنه وکړه او د ډاکټر ناکامورا د نیمګړو پروژو په پیلولو یې ټینګار وکړ. همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر په اقتصادي برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، له بهرنیو مرستو پرته د دولت د بودیجې تصویب، د عوایدو راټولولو، له نشهیي توکو سره د مبارزې، روږدو کسانو د درملنې او بشري حقونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. په پای کې د جاپان سفیر په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او د بشري حقونو په برخه کې یې په لازیاتي توجه ټینګار وکړ.