‏په افغانستان کې د قطر هېواد سفير ښاغلي سعيد بن مبارک الخيارين د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي اميرخان متقي سره وکتل.

په ياده کتنه کې د قطر سفير وويل: په افغانستان کې د قطر خيريه مؤسيسې د دفتر پرانيستلو نیت لري او ستاسو له منظورۍ سره سم به ياد دفتر پرانيزي ‏چې د دې لارې به دوی په افغانستان کې د اړمنو,کونډو او يتيمانو سره لازمې مرستې کوي. دغه راز ښاغلي سفیر زیاته کړه چې هیواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړي کړي.

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په خپل وار د قطر له همکاريو مننه وکړه،‏نوموړي ته يې اطمینان ورکړ چې د قطر د خیریه ادارو په فعالیت کی به پوره همکاري وکړی او همداراز يې د مرستو د ويش په برخه کې خپل نظر او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ناستې په پای کې محترم متقي صاحب د قطر کړې همکارۍ نه هیریدونکې وبللې.