۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي الحاج شیر محمد عباس ستانکزي نن د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي وفا حاجییف سره وکتل.

ښاغلي حاجيیف د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ترکمنستان به د سپټمبر په میاشت کې د ټاپي پروژې کار پیل کړي او په دې برخه کې یې د افغان-ترکمنستان د ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي ستانکزي د افغانستان له خلکو سره د ترکمنستان هیواد د بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل، د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو تر منځ ټرانزیټي لار د منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره د نښلولو لپاره مهمه ده او په دې برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړ.

دغه راز دواړو لوریو د مالیې معافیت،  د پروژو لپاره د ځمکو د استملاک پر څرنګوالي، تعرفو او د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیز ټرانزیټي دهلېز پر تړون هم خبرې وکړې.