د ډیپلوماټیک ویزې لپاره غوښتنلیک لپاره لاندې اسناد اړین دي:
• هغه اسناد چې په کابل کې میشت بهرني سفارتونه او نړیوال سازمانونه د خپلو کارکوونکو د ویزو د تمدیدېدو په موخه د تشریفاتو عمومي ریاست ته استوي، په لاندې ډول دي:
• اصلي ډیپلوماتیک پاسپورت
• رسمي یادښت
• د ویزې دوه فورمې چې د سفارت د چارواکي مهر او لاسلیک ولري او د 4×4.5 اندازې 4 قطعې عکسونه.
• د پاسپورټ کاپي
• د مخکینی ویزې کاپي
د ډیپلوماتیک هویت کارت د صادرولو لپاره غوښتنلیک لاندې اسنادونو ته اړتیا لري:
• هغه اسناد چې په کابل کې مېشت بهرني سفارتونه او نړېوال سازمانونه خپلو غړو ته د ډیپلوماتیک کارت د ترلاسه کولو لپاره استوي په لاندې ډول دي:
• د ډیپلوماتیک پاسپورټ کاپي
• رسمي یادښت
• د سفارت د مهر او لاسلیک سره د ډیپلوماتیک کارت د فورمې دوه قطعې او ۴ قطعې د 4×4.5 اندازې عکسونه.
• د ویزې یوه کاپي چې د تشریفاتو د ریاست لخوا صادر شوې
• په کابل کې د مېشتو بهرنیو ماموریتونو غیر ډیپلوماټیک کارکونکو لپاره عین ډیپلوماتیک کارت دوه قطعې فورمې د سفارت د چارواکو مهر او لاسلیک سره او د 4×4.5 عکسونو 4 قطعې وي.
• د خدمت پاسپورټ کاپي او د ویزې کاپي