۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

ړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي وینا جمادی الأولی/ ۱۴۴۳هـ ق – 19/ دسمبر/2021م

په اسلام آباد کې، د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي وینا
۱۵/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۳هـ ق – 19/ دسمبر/2021م
الحمد لله والصلاة السلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه اجمعین.
اما بعد:
((وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا)) صدق الله العظيم

ښاغلی حسين ابراهيم طه – د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي منشي، ښاغلی شاهزاده فیصل بن فرحان د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلی شاه محمود قریشي د پاکستان د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر، د اسلامي همکاریو د سازمان محترمو غړو،
ښاغلو او آغلو،
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
له هر څه مخکې، د افغانستان د خلکو په استازیتوب د سعودي عربستان له شاهي دولت، د پاکستان له اسلامي جمهوریت او د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي څخه ځانګړې مننه کوم چې په دې خاصو شرائطو کې یې د افغانستان په اړه داسې مهمه غونډه دائره کړه.
ښاغلو او آغلو!
لکه څنګه چې افغانستان په تاریخي لحاظ د اسلامي همکاریو د سازمان له بنسټ ایښودونکو غړو څخه دی اوس هم غواړو د اسلامي همکاریو د سازمان فعال غړي پاتی شو. موږ ټول یو وجود یو او هیڅکله هیڅوک زموږ په مینځ کي بیلتون نه شي راوستلای.
• موږ چمتو یو د یوې کورنۍ د غړو په حیث د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو ټولې هغه غوښتنې، اندیښنې او مشورې واورو او ومنو چې له اوسني بحرانه د وتلو سمه او عادلانه لاره په نښه کوي. موږ په دې برخه کې د اسلامي هیوادونو له خواخوږۍ مننه کوو.
ښاغلو او آغلو!
موږ د افغان ولس د یوه نماینده او مسؤول حکومت په حیث د بشر حقوق، د ښځو حقوق او په حکومت کې د ټول ولس د بېلا بېلو سیمو د وړ شخصیتونو ګډون خپل مسؤلیت ګڼو او په دې اړه مو ډیر څه کړي او نور اقدامات به هم کوو.

په دې ورستیو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ښځو د حقوقو په اړه یو ډیر موثر فرمان صادر شو چي د هغوی د حقوقو په ورکړه کی به خوراموثر ثابت شي.
په تأسف سره باید ووایو چې موږ لا هم د یو شمیر رسنیو د یو طرفه تبلیغاتي جنګ هدف یو، دوی د افغانستان اوسنی تصویر په ډير بد شکل نړۍ ته وړاندې کوي. حال دا چې د اګست پنځلسمې له تحول وروسته افغانستان کې سرتاسري سوله راغلې او د هېچا ژوند ته د سیاسي او نورو ملحوظاتو پر بنا تهدید نه دی متوجه. له څه باندې څلوېښت کاله بې ثباتۍ او جګړې وروسته نن هر افغان کولای شي بې له وېرې او تهدید څخه په خپل وطن کې ژوند وکړي.
واقعیت دا دی چې د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره درې څلویښت کلن جنګ ته د پای ټکی ایښودل شوی او څلور لسیزې وروسته په لومړي ځل جګړه ییز تلفات صفر شوي دي.
• د افغانستان زندانونه په لومړي ځل له سیاسي بندیانو تش شوي.
• ټولې دولتي ادارې په کم وخت کې فعالې شوې او خدمات وړاندې کوي.
• د پخواني رژیم پنځه لکه مامورین د اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د پخوا په شان خپلو دندو ته دوام ورکوي او له هیچا سره تبعیضي یا انتقامي چلند نه دی شوی.
• اوسني حکومت کې د هر قوم، سمت او مذهب خلک ځان ویني او ژمن يو چې د لا پراختيا لپاره به یې د هر قوم او مذهب متخصصینو ته د کارکولو ښه زمینه برابره کړو.
• په افغانستان کې د فساد او زورواکو مخه په کلکه نیول شویده، اداري فساد، غصب، د ملي شتمنیو نه شخصي استفاده او د قدرت جزیرې له منځه تللې دي. افغانستان وروسته له څو لسیزو په لومړي ځل متحد او په ټول هیواد حاکم نظام لري.
نوی حکومت چې په ټول هیواد بشپړ تسلط لري، د هیواد ټوله جغرافیه او ارضي تمامیت یې خوندي کړی، امنیت یې تأمین کړی او د نړۍ هیڅ هیواد ته خطر نه دی، د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري او د نړیوالې ټولنې مسؤول غړی شي.
• موږ ټولې نړۍ اوپه خاص ډول اسلامي هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد نه کارول کیږی او د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوو.
ټول پوهیږو چې د افغانستان سیاسي انزوا د هیچا په ګټه نه ده، نو بناء د ټولو مسؤولیت دی چې له رامنځته شوی ثبات سره مرسته وکړو او په سیاسي او اقتصادي ملاتړ یې تقویه کړو.
• افغانستان اوس مهال د امنیت له اړخه خورا خوندي هيواد دی، موږ هیله مند یو چې منطقوي پروژو کار زر تر زره پیل شي او د نړیوالو په مرسته پیل شویې نیمه پاته پروژې بشپړي شي.
• اوس بهرنۍ پانګونې لپاره کافي او ښه فرصتونه شتون لري موږ له نړیوالو او په خاص ډول د اسلامي هیوادونو له پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، موږ ډاډ ورکوو چې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړو. د ډاډمن امنیت په پایله کې اوس افغانستان د سیمې د اقتصادي اتصال په مرکز بدلېدلای شي.

شاغلو او آغلو،
• په داسې حال کې چي ولس مو جګړو، وچکالۍ د کووید ۱۹ ناروغۍ او فقر ځپلی دی، بله خوا زموږ دخلکو په ملیاردو ډالره زیرمې کنګل شوي دي، د پیسو د نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اسیایې بانګ او نورو ادارو له خوا انکشافي پروژې او مرستې په ټپه ولاړې دي، پدې کار سره د روغتیا، معارف او عامه خدماتو سیستمونه له خطر سره مخامخ کیږي او زیان یې ولس ته اوړي.
• دا ټول موارد عاجلو حل لارو ته ضرورت لري موږ هیله لرو چي د اسلامی هیوادونو او د نړیوالو مرستندویه مؤسسو په مرسته یي په شریکه حل کړو. موږ په لنډ مهال کې عاجلو مرستو ته اړتیا لرو او هیواد وال مو تر اجناسو نغدو پیسو ته ډیره اړتیالري چي هم پیسو ( افغانیو) ارزښت وساتل شي او هم خپل اصلي ضرورتونه پري پوره کړي، له نېکه مرغه چې افغانستان اوس د یوه مسوول، له فساد څخه پاک او متعهد حکومت لرونکی دی، چې دا به په راتلونکي کې افغانان له ستونزو څخه خلاص کړي. له دې کبله چې تحول تازه راغلی او موږ له غیر عادلانه بندیزونو سره مخ یو، زموږ خلک ستاسي کومک ته اړتیا لري.
شاغلو او آغلو،
• موږ کابل ته د سعودی عربستان او عربی متحدو اماراتو د دیپلوماتانو د راتګ هرکلی کوو.
• د امریکا متحده ایالات چي په افغانستان یې بندیزونه لګولي او د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړي د‌دې زيان افغان ولس ته رسېږي او د افغان ولس له بشري حقوقو څخه ښکاره سر غړونه ده دا به له يوه ولس سره دښمني وګڼل شي.
موږ  د دې ستر مجلس له ګډونوالو هيله کوو چي له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړي چي د افغان ولس ځورول او افغان حکومت کمزوري کول د هیچا په ګټه نه دي. دا کار زموږ د اړيکو له بهترۍ سره مرسته نه کوي. دا ډول کړني د امریکا حیثیت ته زيان رسوي او د مهاجرتونو لړۍ پراخوي چي منفي اثرات یې ټولی نړۍ ته رسیږي
• موږ د اسلامي همکاریو سازمان پر هغو غړو چې دا مهال یې په کابل کې د خپلو سفارتونو فعالیتونه ځنډولي دي غږ کوو چې خپل سفارتونه بيرته پرانیزي، موږ به یې د دوست هیواد په حیث هرکلی وکړو.
• په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم او د اسلامي نړۍ دولتونو ته اطمینان ورکوو، چې افغانستان اوس یو مسوول او متعهد حکومت لري. دا حکومت د دې وړتیا لري چې نورو دولتونو سره د افغانستان د نماینده او مشروع حکومت په توګه رسمي سیاسي او مسوولانه تعامل ولري.
و من الله التوفیق
ستاسو له توجه څخه مننه