په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د تاریخي، دیني او کلتوري مشترکاتو په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او قونسلي اړیکو هم خبرې وشوې.
ښاغلي ستانکزي صاحب وویل چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله زیات شمېر افغانانو ګاونډیو، سیمې او اروپایی هېوادونو ته کډوال شوي دي. موږ د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو مننه کوو او له هغوی غواړو چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي.
په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.