د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين، ښاغلي شير محمد عباس ستانکزي، سره وليدل.

په ناستې کې د سيمه ييزې همغږۍ، د مخدره موادو پر ضد مبارزې، د خصوصي سوداګريز او بانکي سکتور د احيا پر لارو چارو، د ماين پاکۍ فعاليتونو، او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

آغلې روزا اتونباييفا ملګرو ملتونو ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې دوی هڅه کوي چې د غذايي امنيت تر څنګ د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د معتادينو د درملنې، او مشروع کښتونو د ترويج په برخې کې د نړيوالو مرستې را جلب کړي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين، ښاغلي شير محمد عباس ستانکزي، وويل چې په ځينو برخو کې د نظر له توپير سره، سره د دې اړتيا ده چې په اتفاقي موضوعاتو کې ګډ کار وشي او افغانستان ته د ملګرو ملتونو په ګډون بيلابيلو نړيوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي. نوموړي همداراز وويل چې بشري چارې بايد له سياست څخه جلا وساتل شي او اجازه ور نه کړل شي چې سياسي توپيرونه د بشري مرستو، مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، ماين پاکۍ او نورو برخو کې د تعامل پر وړاندې خنډ واقع شي.