ښاغلي ستانکزي صېب په افغانستان کې ورستي پرمختګونه نه پټېدونکي او بې مخینې وبلل او راستنېدونکو کډوالوته په اشاره یې زیاته کړه، د ا.ا.ا ادارو خپل راستنېدونکي کډوال ښه مدیریت کړل، دوی ته یې په وخت د ترانسپورت او سرپناوو ترڅنګ خوراکي توکي، البسه او روغتیایې خدمات وړاندې کړل. خو لاهم اړتیاوې شته او د پوره کولو لپاره یې د نړیوالو همکاریو ته هیله مند یو.په پای کې د یادو موضوعاتو برسېره په ورته نورو دوه اړخیزو او سیمه ییزو موضوعاتو هم د اندونو تبادله وشوه.