د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره د افغانستان لپاره د بریتانیې شارژدافیر ښاغلي رابرټ ډکسن وکتل.

محترم ستانکزي صاحب د برتانيې له خوا د شويو بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره خبرې او تعامل د هيواد، سيمې او نړۍ په ګټه بولي.ښاغلي ډکسن په خپل وار وویل چې د برتانيې او افغانستان ترمنځ تعامل به په راتلونکي کې لا زیات شي او دې هدف ته رسيدل مهم دي.

دواړو لوریو په دې ناسته کې پر یو لړ نورو دوو اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو هم نظریات تبادله کړل.