د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي مرستیالې اغلې میساکو تکاهاشي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو زارت له سیاسي مرستیال الحاج شېر محمد عباس ستانکزي سره وکتل

په دې کتنه کې اغلې تکاهاشي په افغانستان کې د شته پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ثبات او یو لړ سیاسي مسایلو تر څنګ د روغتیا، ښوونې، کرنې او اوبو لګونې په برخو کې د خپلو مرستو څخه یادونه وکړه او زیاته کړه؛ جاپان لېواله دی، چې په افغانستان کې د اوسني فرصتونو څخه په ګټه اخيستنه پانګونه وکړي. ښاغلي ستانکزي صېب؛ د جاپان له مرستو او همکاریو څخه په مننې سره زیاته کړه؛ افغانستان د زیاتو طبیعي زېرمو، خامو موادو او کانونو په درلودلو سره؛ د نورو وختونو په پرتله د پانګونې لپاره ډېر مصئون دی او د جاپان په ګډون ټولو هېوادونه ته پکار ده؛ چې د رسمیاتو په تمه نشي او په افغانستان کې په ډاډه توګه په هره برخه کې پانګونه وکړي.په پای کې د دواړو اړخونو له لوري؛ د ګډ تفاهم په موخه د ورته ناستو په تداوم ټینګار وشو.