۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

په افغانستان کې د يونسیف ادارې رئیس ښاغلي فران ایکویزا د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال الحاج شېر محمد عباس ستانکزي سره توديعي ليدنه ترسره کړه

د دې کتنې په لړ کې ښاغلي ايکويزا وویل: په افغانستان کې يې د ماموريت دوه کلونه په داسې حال کې پای ته ورسېدل، چې ياد دوه کلونه به يې د ژوند وياړ او خوږه خاطره وي.نوموړي په خپل کاري بهير کې د ا.ا.ا له ټولو ادارو او په ځانګړي توګه د بهرنيو چارو وزارت له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه؛ له ده وروسته به «ډاکټر تاج الدين» د نوموړي پرځای په افغانستان کې د يونسيف ادارې کارونه پر مخ وړي. ښاغلي ستانکزي صېب؛ په افغانستان کې د يونسیف فعالیتونه تاريخي او اږد مهاله وبلل او له يادې ادارې څخه يې ځانګړې مننه وکړه.ستانکزي صېب همداراز د ښاغلي ايکويزا کاري لړۍ وستايله او افغانستان يې د نوموړي دويم کور وبله او هم يې د يونسيف راتلونکي مشر ته په چارو کې د ښه توفيق او برياليتوب هيله څرګنده کړه.