په دې کتنه کې د یو لړ دوه اړخیزو او څو اړخیزو سیاسي مسایلو په ګډون، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتيا او بشري مرستو په سر خبرې اترې وشوې.همداراز په نړيواله کچه د ښې هغږۍ او بنسټیزو اړیکو رامنځته کولو په پار د افغانستان په تړاو د نړیوالو ناستو د مثمریت لپاره، د یو مسئول او حاکم اړخ په توګه، په دغه ناستو کې د ا.ا.ا په ګډون هم ټينګار وشو.