د افغانستان لپاره د قزاقستان نوي گومارل شوي شازدافیر اکباسوف گزیز د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره وکتل.
د قزاقستان شازدافیر خوښي څرگنده کړه، چې د خپل هېواد په استازولۍ په افغانستان کې ماموریت تر سره کوي او هیله یې څرگنده کړه، چې د قزاقستان او افغانستان دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې د پرمختگ په حال کې دي او هڅه به وکړي، چې لا پیاوړې وغزېږي.
د بهرنیو چارو سیاسي معین د قزاقستان نوي شازدافیر ته له هر کلي ویلو سربېره هیله څرگنده کړه، چې د ده په راتگ به د افغانستان او قزاقستان دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د قزاقستان له اړخه د ا.ا.ا. نوم له ممنوعه لېسته حذفولو د دوه اړخیزو پیاوړو اړیکو د پالنې په مانا وبلل، ډاډ یې څرگند کړ چې له قزاقستان سره به د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا کچه نوره هم لوړه شي. دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداگرۍ په اسانچارۍ او پراختیا هم ټینگار وکړ.