د بهرنیو چارو له سیاسیي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره نن په کابل کې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارزدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن، وکتل.
د بهرنیو چارو سیاسي معین، ښاغلي رابرټ ته په کابل کې هرکلی وویل، په تېرو دریو کلونو کې یې د بریتانیا له بشري مرستو مننه وکړه او هیله یې څرگنده کړه، چې د افغانستان او بریتانیا تر منځ دوه اړخیزې سیاسي او بشردوستانه اړیکې لا پیاوړې شي.
ښاغلي رابرټ خوښي څرگنده کړه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره له نیژدې ناستې لري، په ځانگړې توگه یې د نیشه یي توکو د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د تخنیکي کمېټې د کار له پیل خوښي څرگنده کړه. ټینگار یې وکړ، چې په افغانستان کې به د بدیل معیشت پروگرامونو او نورو بشري مرستو په لړ کې د خپل هېواد مرستو ته دوام ورکړي.
په دې ناسته کې د دوه اړخیزو سیاسي، ټولنیزو او بشردوستانه اړیکو د پیاوړتیا او دوام سربېره، په اروپا کې په ځانگړې توگه بریتانیا کې د افغان وگړو لپاره د قونسلي خدمتونو د بیا ځلي انسجام او رامنځ ته کولو د عملي هڅو ژمنه هم وشوه.