د بهرنیو چارو له سیاسي معین سره د یوناما مشرې وکتل

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې او د م.م د سرمنشي ځانگړې استازې اغلې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي یې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره وکتل.
د یوناما مشرې اغلې اوتنبایو، د بهرنیو چارو وزارت له اړخه د ملگرو ملتونو له اړوندو ادارو سره له ښې همغږۍ او همکارۍ د مننې تر څنگ د یو لړ دوه اړخیزو موضوعاتو په برخه کې د ځانگړو همکاریو او لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو سیاسي معین په افغانستان کې د ملگرو ملتونو له فعالیتونو خوښي څرگنده کړه. ویې ویل، چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د هېواد د ملي گټو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې ده او لا یې هوډ دی، چې په هېواد کې د ملگرو ملتونو دفترونو او د اړوندو فعالیتونو لپاره یې لازمې اسانتیاوې او ډاډمن کاري چاپېریال چمتو کړي. ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې د ملگرو ملتونو د بېلابېلو موضوعاتو د لا ډاډمن بحث په لړ کې به د ځانگړې تخنیکي کمېټې ټاکل او گډ کار کول د اړوندو موضوعاتو د بحث په لړ کې ښه همغږي رامنځ ته کړي.