د بهرنيو چارو وزير سره د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر مشر وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغانستان د دفتر له مشر ښاغلي عرفات جمال سره وکتل.

په لیدنه کې افغانستان ته د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدو او د هغوی د ملاتړ په اړه خبرې وشوې. همداراز، د راستنېدونکو د وضعیت د لا ښه والي په موخه د افغانستان او UNHCR ترمنځ د لا اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ، او د اړوندو هېوادونو او بنسټونو، چې په دې برخه کې مسؤلیت او لېوالتیا لري، د هڅو د همغږي کولو په اړه بحث وشو.