آغلې نورا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ته د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ور کړل او ويې ويل چې ياده مؤسسه په افغانستان کې له څلور نيمو لسيزو راهيسې د روغتيا، تعليم، غذايي امنيت او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې له سياسي ملحوظاتو پرته کار کوي. نوموړې وويل چې په افغانستان کې د اوسني ټينګ امنيت له برکته اوس دوی په ډاډه زړه تر اړمنو ماشومانو ځان رسوي. د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د ماشومانو ژغورنې مؤسسې له بشري فعاليتونو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې څو لسيزو جګړود لويانو تر څنګ کوچنيان هم اغېزمن کړي او اوس چې جګړه پای ته رسېدلې، د دغه قشر تعليم او روغتيا ته پام کول د اسلامي امارت په لومړيتوبونو کې ځای لري. په پای کې محترم ستانکزي صيب هغوی ته د اسلامي امارت له خوا د هر ډول مرستې ډاډ ور کړ.