په پيل کې محترم ستانکزي صيب وويل چې حکومت د نورو مهاجرتونو د مخنيوي او د مخکېنيو مهاجرينو د راستنولو هوډ لري، مګر د لسيزو جګړې، بې روزګارۍ، او بانکي او اقتصادي بنديزونو له کبله دغه کار ډېر دروند شوی او په دې برخې کې د نړيوالو مرستې ته اړ دي.همداراز يې په کوربه هيوادونو کې د مهاجرت له نړيوالو اصولو سره سم چلن د باوري کولو او د مهاجرينو د اسنادو او سفر اړوندو ستونزو په برخې کې د کډوالو د ادارې د مرستې غوښتنه وکړه. آغلې کيلي کليمينټس وويل چې د کډوالو اداره د داخلي بې ځايه شويو او د کډوالو د راستنېدنې لپاره د مناسب چاپيريال د رامينځته کولو له پاره کار کوي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره په خپلو فعاليتونو او کارکوونکو په شمېر کې زياتوالی راولي. هغې زياته کړه چې د مهاجرينو ستونزې به کوربه هيوادونو ته د سفر په ترڅ او درې-اړخيزو غونډو کې مطرحې کړي. محترم ستانکزي صيب د يادې ادارې د فعاليتونو د ښه تر سره کولو لپاره د حکومت د هر ډول اړين ملاتړ ډاډ ور کړ.