نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي خواجه عوضوف وکتل.

محترم ستانکزي صاحب د افغانستان په تړاو د ترکمنستان له ناپېیلي او رغنده دریځ ستاینه او قدردانی وکړ. ښاغلي ستانکزي د افغانستان او ترکمنستان اړیکې دوستانه او پر مشترکو ګټو ولاړې وبللې. ده ټینګار وکړ چې د ا. ا. ا. ژمن دی چې د ټاپي پروژې د پلي کېدا لپاره په بشپړ ډول چمتو دی او په دې تړاو یې د وروستیو پرمختګونو هرکلی هم وکړ. ستانکزي صاحب همداراز د ترکمنستان له سفیر وغوښتل چې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله په ترکمنستان کې د افغان محصلینو زده‌کړې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وي، اوس په کار ده چې محصلین بېرته خپلو زده‌کړو ته وروګرځي. د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف خوښي څرګنده کړه چې به افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو اړیکې د لا پیاوړتیا خواته روانې دي. دغه راز نوموړي د افغان محصلینو د تعلیمي بهیر د بیا پيل په اړه معلومات ورکړل او د یو شمیر هغو محصلینو چې زده کړي یې پای ته رسیدلي د دیپلوم د اخیستلو لپاره ترکمنستان ته د تګ لپاره اماده ګي وښودله. په دغه ناسته کې د ټاپي تر څنګ د ټاپ، رېل پټلۍ او قوشتېپې کانال په باب هم هراړخیزې خبرې وشوې.