نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي صاحب سره په کابل کې د پاکستان سفیر ښاغلي منصور احمد خان وکتل او د داړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو، روان تجارت، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او یو شمېر اړوند موضوعاتو خبرې وشوې.

په لومړي سر کې د پاکستان سفیر په پکتیکا او خوست کې د زلزلو په ترڅ کې د شهیدو او زخمي شویو هیوادوالو له امله غمرازي وښوده او د خپل حکومت له لوري یې د هر راز همکارۍ د چمتووالي څرګندونه وکړه. محترم ستانکزي صاحب له پاکستاني سفیر څخه د غم شریکۍ د څرګندولو له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې پاکستان د افغانستان تر ټولو نژدې کاونډی هیواد دی او افغانان ورته زیات تګ راتګ لري نو لازمه ده چې د ویزو د ورکړې په باب جدي توجه وشي او لازم تسهیلات رامنځ ته شي. ښاغلي منصور احمدخان د ستانکزي صاحب د غوښتنې په تړاو وویل چې په لنډ وخت کې به پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په اړه لازم سهولتونه برابر کړي او د ویزو په ورکړه کې به جدیت او زیاتوالی راولي. دغه راز په ننۍ ناسته کې د افغان صادراتو په تړاو هم اوږدې خبرې وشوې او په لومړي ځل پاکستان ته د افغاني صادراتو د زیاتوالي یادونه وشوه. پاکستاني سفیر ژمنه وکړه چې د افغاني تازه سبزيجاتو او میوو پاکستان ته د صادرولو په اړه به لازم تسهیلات برابر کړي تر څو افغاني تجاران په اسانۍ سره وکولای شي خپل اموال صادر کړي.