په افغانستان کې د پاکستان سفارت شارژدافير ښاغلي اسد عباس د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين محترم شير محمد عباس ستانکزي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په پيل کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او تر څنګ یې له پاکستان مننه وکړه چې له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه و. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په پيل کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او تر څنګ یې له پاکستان مننه وکړه چې له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه و. د پاکستان شارژدافير وويل، چې پاکستان له افغانستان سره ډېر ګډ ارزښتونه او نه شلېدونکې اړيکې لري او د دواړو لوریو ترمنځ مشکلات د غلط فهمۍ له امله وي. ده همداراز وويل پاکستان د نورو په پرتله افغانانو ته په تجارتي او ورته نورو برخو کې ځانګړي سهولتونه برابر کړي او په دې موخه د تورخم لاره 24 ساعته د تجارتي راکړې ورکړې پر مخ پرانيستې ده. ښاغلي ستانکزي د پاکستان شارژدافیر ته وریاده کړه، چې کله نا کله پاکستاني چارواکي زموږ په باب داسې څرګندونې کوي، چې د خواشینۍ لامل شي، چې دواړه لوري باید ورته جدي پاملرنه وکړي. د پاکستان سفارت شارژدافير د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه او د دواړو هېوادونو اړيکې رغول يې د خپل سفارت مسئوليت وباله.