په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سياسي، اقتصادي او یو لړ نورو همکاريو خبرې وشوې.ښاغلي ستانکزي د قرغزستان او تاجکستان پر پوله وروستیو شخړو ته په اشارې سره، د اختلافي مسئلو د تفاهم او خبرو له لارې پر حل ټینګار وکړ.همدا راز یې له قرغزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.