په لیدنه کې ښاغلي بکن، د اسلامي امارت له خوا د امنیت د تأمین او مخدره موادو سره د مبارزې په تړاو اخیستو اغېزمو ګامونو باندې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې له افغان کروندګرو سره باید د بديل معيشت په برخه کې مرسته وشي.
همداراز محترم ستانکزي صاحب وويل چې افغان حکومت د مخدره توکو بشپړ لمنځه وړلو ته ژمن دی او دا يې په عمل کې هم ثابته کړې،خو نړيوالې ټولنې تر اوسه په دې برخه کې هیڅ ډول مسووليت نه دی ترسره کړی.
په ناسته کې د یادو موضوعاتو ترڅنګ په يو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو باندې هم خبرې وشوې او ټینګار وشو چې مسايل يواځې او یواځي د مخامخ خبرو اترو له لارې حل کېدلای شي.