په ناسته کې محترم متقي صاحب د دواړو هیوادو د سیاسي اواقتصادي اړیکو په پیاوړ تیا د تجارت په برخه کي د عملي ګامونو په پورته کولو او په بېلابېلو برخو کي پر همکاریو ټینګار وکړ او د دواړو هیوادو اړیکې یې مخ پر وده او مهمي وبللي
. دغه زار د بهرنیو چارو وزیر د مخدره موادو د مخنیوي، د معتادینو د تداوۍ، د مثالي امنیت ټینګښت، د داعش له منځه وړل او د افغانستان سرحدونه ساتل د اسلامي امارت له لاسته راوړنو وبلل.
ښاغلي سعید حسینویچ د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته مسکو ته د راتګ هر کلی ووایه او په یادو برخو کي یې د اسلامي امارت د ترسره کړو اغیزمنو او ګټورو ګامونه ستاینه وکړه، نوموړي امادګي وښوده چې حکومت به یې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کي همکارۍ ترسره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چي د افغانستان د اوسنیو پرمختګونو حقیقي تصویر باید نړیوالو ته وړاندي شي چي هر څوک په حقیقت پوه شي.
په پای کې دواړو لورو له ناستې خوښي څرګنده کړه او د اقلیمي بدلون، تعلیم، تجارت، زارعت، صنعت او سپورت برخو کي د ښکلیتا یادونې وشوې او په دوه اړخیز تګ راتګ او د اړيکو په پاوړتیا ټینګار وشو.