د ا.ا.ا. بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره ترکیه کې د ۷۷ انسات شرکت مشر او د افغان-ترک تجارت شوری رئيس سليمان جليف وکتل.

ښاغلي جليف وويل چې د ښه امنيت او خوندي اقتصادي چاپيريال له برکته دده شرکت توانيدلی چې د کجکي بند د بريښنا توليد اول فاز کارونه ‏په برياليتوب سره ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوس کندهار ښار ته هم ۲۴-ساعته برق رسيدلی، البته کجکي کي د اوبو کمښت بیله مسئله ده. همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې تازه یې د هرات لپاره د بادي برېښنا ابتدايي سروې او تجربوي کارونه هم پيل کړي او هڅه کوي چې نورو بنسټيزو پروژولپاره پانګوني جلب او کارونه پيل کړي.

محترم متقي صاحب ددوی له کارونو خوښي څرګنده کړه، د ښه فعالیت له امله يې د هغه هڅې وستايلې او ټينګار يې وکړ چې د ښه اقتصادي چاپيريال له رامنځته کيدلو سره سره کوشش کوي چې پانګوالو او تجارانو ته لا ډېر سهولتونه برابر او افغانستان له سيمې، بلخصوصو له ترکيې سره تجارت زیات او د ځمکي له لارې نوي سوداګريز دهليزونه فعال او تقویه کړو.