نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره د ایران اسلامي جموریت څخه راغلو لیکوالانو، د حکومتي او ازادو رسنیو مسؤلینو، څېړونکو، ژورنالیستانو او متخصصینو وکتل.

په ناسته کې د بهرنیو چاور وزیر افغانستان ته د هغوی له راتګه هرکلی وکړ او د افغانستان په هراړخیز وضعیت، راغلو پرمختګونو او بهرنۍ اقتصاده محوره خپلواکه پالیسۍ په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې، نوموړې په خپلو خبرو کې وویل چې اوس د افغانستان په بهرنۍ تګلاره کې یواځې دیني او ملي منافع پالل کیږي او یاده تګلاره د هیچا تر اغیز لاندي نده.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې له څلورو لسیزو ناخوالو وروسته رامنځته شوی مرکزي نظام، تامین شوی امنیت، د ملي یووالي ټینګښت، تعصباتو او مخدره موادو کښت او قاچاق لمنځته وړل د اسلامي امارت له سترو لاسته راوړنو وبلل.
محترم متقي صاحب دغه راز ایران هیواد د افغانستان ښه ګاونډي یاد کړ، تهران او مشهد ته یې خپل وروستي مثبت سفر ته په اشاره زیاته کړه چې د افغانستان-ایران دوه اړخیزې اړیکې د تقویت او پراختیا اړخ ته روانې دي او دا د دې ښکارونديي کوې چې د دواړو هېوادونو راتلونکی به روښانه وي ان شاء الله .
د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د هیواد په جغرافیوي اهمیت ، واخان کریډور پر پلان، ټرانزیټي پراختیا او افغانستان د سیمي او نړۍ ترمنځ د نښلون په هب بدلولو باندي د ایران او افغانستان په مشترکو ګټو رڼا واچوله.
له ایران څخه راغلي پلاوي په نوبت وار ډول سره خبرې وکړې او خپلې پوښتې یې مطرح کړې، هغوی په متفقه توګه افغانستان ته خپل راتګ مثبت وارزاوه او د افغان حکومت له مېلمه پالنې او ځانګړې پاملرنې یې مننه وکړه، دوی څرګنده کړه چې افغانستان ته په راتګ سره یې له فعلي وضعیت او راغلو پرمختګونو څخه مثبت انځور او تأثرات اخیستي، چي د خپلو قلمونو او رسنیزو ادرسونو له لارې به یې له ایراني ولس او نړیوالو سره په بې پرې ډول شریک کړي.