په سر کې د بهرینو چارو وزیر د قزاقستان سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او قزاقستان د اړیکو روان مسیر یې مثبت او دواړو ملتونو په ګټه وباله.
په کابل کې د قزاقستان سفیر ښاغلي علیم خان یسین گیلدییف خوښي څرګنده کړه چې د افغانستان له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې لري او زیاته یې کړه چې غواړي له افغانستان سره خپلې تجارتي او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.
همداراز ښاغلي سفیر د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ خبر ورکړ چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما د هغې تحریم شوو ګروپونو له لسته وویست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر خان متقي د قزاقستان له حکومت څخه مننه وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملي اقداماتو ته مخه کړې.
په پای کې د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هیوادونه باید بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.