په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخیزو سوداګري او ټرانزیټي اړیکو هراړخیزې خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر قرغز پلاوي ته په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات په برخه کې وروستیو پرمختګونو د تجارت او ترانزیټ د ودې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي دي. متقي صاحب همداراز د افغانستان په تړاو د قرغزستان له سیاستونو څخه هرکلی وکړ او د قرغز پلاوي ته یې وویل چې د قرغزستان له لارې له چین څخه د افغان سوداګرو د وارداتو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې شي تر څو دا لار پر یوه کامیابه ټرانزیټي مسیر بدله شي. د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې اوس د افغانستان اسلامي امارت په خپلو امکاناتو لویې اقتصادي پروژې پیل کړې دي او افغانستان چمتو دی چې لویې سیمه ییزې پروژې لکه کاسا ۱۰۰۰ باندې عملي کار پیل شي. د قرغزستان د اقتصاد او تجارت وزیر وویل، هېواد یې له افغانستان سره په ګڼو برخو کې پراخې اړیکې لري او اوس دا پوټنشل رامنځ ته شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات لا زیات شي. د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وویل، د افغانستان او قرغزستان ترمنځ په تجارتي، ترانسپورتي، ټرنزیټي، انرژي، زراعتي او لوړو زده کړو په برخه کې د ګډ کار ښه فرصتونه شته. ښاغلي امان ګلدیف دانیار وویل افغانستان کې له وروستي مثبت بدلون وروسته په ډېرو برخو کې د ګډ کار فرصتونه رامنځ ته شوي دي. د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وویل، له ځان سره یې په دې سفر کې د قرغز سوداګرو یوه ډله هم راوستې ده تر څو د افغانستان له حکومت او خصوصي سکټور سره کاري تجارتي خبرې اترې ولري. د بهرنیو چارو وزیر په پای کې غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ د ودې لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځ ته شي او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت د دوو اړخیزو اړیکو په ټولو برخو کې ملاتړی دی.