په دې ليدنه کې د افغانستان او هندوستان پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي او ترانزيتي مسايلو هراړخيزې خبرې وشوې.ښاغلي جې پي سنګ د هندوستان او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ویې ویل: چې هندوستان په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې بشري مرستې کړې دي.همدا ډول ښاغلي جې پي سنګ په هیواد کې د سرتاسري امن، ثبات، له مخدره توکو، داعش او فساد سره د اسلامي امارت د مبارزي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: چې هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي. د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلامي امارت د هند د بشري مرستو مننه کوي او د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یو مهم هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.همدا ډول متقي صاحب د هندوستان له استازي د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د اسانتياوو غوښتنه وکړه.