په کتنه کې، د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې خدمات، همکارۍ او فعاليتونه وستایل او د سره صليب د نړيوال فيدراسيون هیئت ته یې د هیواد اړمنې سیمې او برخې په ګوته کړې چې د همکارۍ ژوره اړتیا په کې لیدل کیږي.
همداراز ښاغلي ميتيو په خپلو خبرو کې لومړی د بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې د فعالیتونو او همکاریو راپور وړاندي کړ او ترڅنګ یې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو د وزارت د همکاریو ستاینه او مننه وکړه.
ښاغلي ميتيو، د راپور په یوه برخه کې زياته کړه چې په تير يو کال کې یې دافغانانو سره د مرستو په برخه کې ۲۸ ميليونه سويسي فرانک د ۵ مليونو اړمنو وګړو د صحت، د اوبو رسولو او طبيعې پيښو ته د رسيدو په برخه کې په مصرف رسولې دي.
په پائ کې محترم متقي صاحب د اسيا پسفيک مشر ته یادونه وکړه چې د افغانستان واقعي انځور او په خپلو سترګو لیدلی وضعیت تر نړیوالو وروسوي، داراز یې غوښتنه وکړه چې د افغانان ولس د هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې ګړندۍ او د روغتیا په برخه کې د لا ښو خدمتونو د ترسره کولو لپاره د داخلي روغتونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.