په دې ناسته کې د افغانستان او چین تر منځ پر دوه اړخیزو سياسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستيو سیمهيیزو پرمختګونو خبرې وشوې.د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخه کې د اړیکو له پراختیا خوښي څرګنده کړه. محترم متقي صاحب وویل چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي. د چین ولسي جمهوریت ته د انارو او جلغوزو د صادراتو لوړېدل او د مس عینک، واخان دهليز او ځینو نورو برخو کې د پانګونې په برخه کې پرمختګونه د اسلامي امارت د یادې پالیسۍ ښکاره مثالونه دي.ښاغلي ژاو شېنګ له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې پرمختګونه مثبت او باثباته وبلل او زیاته یې کړه چې کوشش کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات چینايي سوداګر او پانګوال وهڅوي تر څو په افغانستان کې د اوږدمهاله اقتصادي همکارۍ په نیت خپل رول ولوبوي. ښاغلي سفیر وویل چې دوی د واخان په موضوع کې د دوه اړخیزې همکارۍ په څرنګوالي او امکاناتو باندې غور کوي او هڅه کوي چې له یادې لارې افغان حکومت سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.په پای کې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ایجابوي چې افغانستان او چین په پوره همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي تر څو دواړه هیوادونه وتوانېږي چې خپلې ګډې ګټې په ښه ډول خوندي کړای شي.